دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 165996
فراه ولایت کې یو امنیتی لوړپوړۍ مامور وژل شوي
په فراه ولایت کې چارواکي وایي په فراه ښار کې یې د ملي امنیت یو سیمه ییز جګپوړی مامور وژل شوی دی.

د فراه د والي ویاند، محمد ناصر مهري وایي د فراه ښار د پنځمې حوزې د ملي امنیت رئيس یاسین خان د نا څرګندو وسله والو د برید په ترڅ کې وژل شوی.
نوموړی زیاته کړه چې پیښه نن سهار د فراه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي مهري په وینا نا څرګندو وسله والو د برید په پایله کې له سیمې څخه تښتیدلي او په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فراه  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcb9sb80rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته