کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان کې ډرون برید او د طالبانو او ملکي تلفاتو په اړه ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سرطان 1397 ساعت 18:00

په نورستان ولایت کې حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي.


د نورستان والي حافظ عبدالقیوم اسوشیټیډ پریس خبرې اژانس ته ویلي، چې په وژل شویو کې ملکي وګړي او د طالبانو غړي شامل دي.
نوموړی زیاته کړه، چې امریکایي ځواکونو وړمه شپه ناوخته په وایګل ولسوالی کې یې پر یوه کور هوایي برید ترسره کړ چې له امله یې د شپږو ملکيانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول.
د ښاغلي قیوم په وینا، یو شمېر ملکي وګړو او وسله والو طالبانو په یوه کور کې یې د یو طالب غړی د عیادت لپاره راغوڼد شوي وو چې تر هوایي برید لاندې راغلل.
د نورستان والي وایي د طالبانو دغه غړی له دې وړاندې د یوبل برید په ترڅ کې ټپي شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ناامنو ولایتونو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو په وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.


د مطلب کود: 165999

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165999/نورستان-کې-ډرون-برید-او-د-طالبانو-ملکي-تلفاتو-په-اړه-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com