دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 165999
نورستان کې ډرون برید او د طالبانو او ملکي تلفاتو په اړه ادعاوې
په نورستان ولایت کې حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم اسوشیټیډ پریس خبرې اژانس ته ویلي، چې په وژل شویو کې ملکي وګړي او د طالبانو غړي شامل دي.
نوموړی زیاته کړه، چې امریکایي ځواکونو وړمه شپه ناوخته په وایګل ولسوالی کې یې پر یوه کور هوایي برید ترسره کړ چې له امله یې د شپږو ملکيانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول.
د ښاغلي قیوم په وینا، یو شمېر ملکي وګړو او وسله والو طالبانو په یوه کور کې یې د یو طالب غړی د عیادت لپاره راغوڼد شوي وو چې تر هوایي برید لاندې راغلل.
د نورستان والي وایي د طالبانو دغه غړی له دې وړاندې د یوبل برید په ترڅ کې ټپي شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ناامنو ولایتونو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو په وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceon8zojh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته