دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 166013
په ننګرهار کې دری تنه داعشیان د یو ترک په ګډون نیول شوي
امنیتی ځواکونه د داعش دری تنه غړۍ د یو ترک اوسیدونکې په ګډون د ننګرهار ولایت نازیان ولسوالی کې نیولی دی.
 
غلام سنایی ستانکزی، د ننګرهار پولیسو قومانده وویل: موږ د داعش ډلې دری ارشد غړۍ د یو ترکی اوسیدونکې په ګډون چی محمد نوم لری نیولی دی. دا کسان د نورو څیړنو لپاره ملی امنیت ریاست ته استول شوی دی.
له بل لوری، امنیتی افغان او خارجی ځواکونه د ننګرهار هسکه مینه ولسوالی کې عملیات په ترڅ کې په لسګونه کلي نیولی دی، افغان امنیتی ځواکونه په دی کلۍ کې دایمی پوستی رامنځته کړی دی.
ښاغلی ستانکزی زیاته کړه: همدا اوس په هغه سیمو کې پیاوړۍ پوستی رامنځته کړی دی چی سیمې خلګو تایید وړ ګرځیدلی دی.
زموږ عملیاتونه جریان لری او داعش ډله او نور تروریستی ډلې نور مقاومت نه لری.
دا په داسی حال کې دی چی د داعش بریدونو څخه په ننګرهار کې اندیښنه خپل پرځای پاته دی چی په تازګیو کې ددی ډلې غړۍ د ولایت معاون حبیبه کاکرکورنۍ دوه غړۍ تښتولي چی تیره سه شنبه شپه د یو عملیات په ترڅ کې بیرته آزاد شو.
 
 
https://avapress.com/vdccseqs12bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته