دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 166014
د آمریکا عالی دیوان د ترامپ (سفر ممنوعیت) فرمان تایید کړ
د امریکا عالی دیوان ددی هیواد ولسمشر امر د شپږو مسلمان هیوادونو اتباعو سفر ممنوعیت لپاره په امریکا کې تایید کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د اسپوتینک څخه په نقل سره، دونالد ترامپ د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې یو جنجالی فرمان صادر کړ چی په اساس یی د اوو مسلمان هیوادونو لکه ایران، عراق، لیبی، سومالی، سودان، یمن او سوریه هیوادونو اتباع امریکا خاوری ته ورود مخه نیسی. ددی فرمان صادریدو وروسته عراق ددی قاعده څخه مستثنی شو.
د آمریکا عالی دیوان صادر شوی حکم کې راغلی دی چی د ادله دولت او مکفی ملی امنیت توجیه ددی فرمان اجرا په اړه محکمی ته ارائه کړی دی.
صادر شوی حکم د امریکا لوی قضایی مرجع له لوری د ترامپ دا اجرایی فرمان مناقشی ته پایله ورکوی.
 
https://avapress.com/vdcdf90foyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته