دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 166021
روسیه وايي داعش په افغانستان کې ۱۰زره جګړه ماران لري
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي له افغان حکومت وغوښتل چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډله ختمه کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سه شنبې د ورځې (جون۲۶) غونډه د افغانستان د وضعیت ارزولو ته ځانګړې شوې وه. د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د روسیي سفیر واسیلي نبنزیا کوله.
ښاغلي نبنزیا په افغانستان کې د داعش فعالیت د اندېښنې وړ وباله او له افغان حکومت یې وغوښتل چې دغه ډله وځپي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.
نوموړيل وویل "داعش په افغانستان کې ۱۰۰۰۰ جنګیالي لري چې په نهو ولایتونو کې فعال دي. افغان حکومت باید په شمال کې داعش ختم کړي."
واسیلی نبنزیا دا ونه ویل چې دا شمېره یې له کومه کړې ده خو پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې باید د ترهګرو پر ضد ګډه مبارزه وشي.
د روسیې د استازي دغه څرګندونې د افغان او امریکايي چارواکو له اټکل سره سمون نلري چي وايي په افغانستان کې د داعش شاوخوا درې زره جګړه ماران شته چې اکثراً په ننګرهار ولایت کې فعاله دي.
افغان او امریکايي چارواکي دغه راز وايي چې د داعش د ځپلو لپاره د هیڅ ډول هلو-ځلو سپماوی نکوي خو وايي د ترهګرۍ په ضد جګړه پراخو سیمیزو او نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.
د امنیت د شورا په غونډه کې په عمومي ډول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې، له طالبانو سره د مخامخ خبرو او را روانو پارلماني ټاکنو باندې خبرې وشوې.
تقریبآ ټولو غړو د سولې او اوربند په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني هلې ځلې وستایلې او د امریکا او روسیې په ګډون ډېرو هېوادونو پر طالبانو غږ وکړ چې د اوربند لپاره ورته اقدام وکړي او له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
د امریکا استازې پر هغو هېوادونو او ډلو چې پر طالبانو نفوذ لري غږ وکړ چې دا ډله د سولې خبرو ته وهڅوي او وویل چې باید هغه هېوادونه او ډلې چې له طالبانو سره د وسلو او پېسو مرستې کوي، باید دا کار بند کړي.
https://avapress.com/vdcb50b88rhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته