کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ چپې درې ولسوالۍ کې داعش وسله وال او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

6 سرطان 1397 ساعت 16:05

د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ د دیګل په دره کې طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ د دوو ورځو راهیسی جګړه روانه ده چی دواړو لورو ته درنه مرګژوبله اړولي دی.



د کونړ د چپې درې ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي چې له نوم ښودلو یې ډډه کول ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې سهار څخه یې په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش او د اسلامي امارت د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده چې پکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاد کس وویل:
"د تېر سهار نه تر ماښامه جنګ شدید و، خو اوس هم یو بل ته ګوته په ماشه دي او خال خال ډزې کېږي، ویل کېږي چې طالبانو له داعش او داعش له طالبانو تر ۱۵ کسان پور خپل منځ کې وسله وال برامته کړي او همداسې یو بل ته مرګ ژوبله هم اړولې د جګړې ساحې ته ولسي خلک نشي تللی."
هغه وايي، د دغو نښتو په وجه ولسي وګړي له زیاتو مشکلاتو سره مخ دي.
خلک وايي، له تېرو شااوخوا دوو میاشتو نه په چپه دره او ماڼوګې ولسوالیو کې د دولت وسله والو مخالفینو د ټلیفوني شبکو فعالیتونه بند کړي، د دي ترڅنګ چې د خبر اخیستل له یادو سیمو مشکل شوي همدا راز خلک هم د ټلیفوني شبکو بندېدو سره ستونزې ګالي او د مړي ژوندي د خبر ورکولو لپاره د پخوا په شان رقعې لیکې او د دې لپاره کسان لېږي.

د یادونې وړده چې له دې وړاندې په لغمان، ننګرهار او د کونړ په یو شمېر سیمو کې د یادو ډلو ترمنځ نښتې شوي چې دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې د چپې درې د خپل منځي نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 166053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166053/کونړ-چپې-درې-ولسوالۍ-کې-داعش-وسله-وال-او-طالبانو-ترمنځ-نښته-روانه-ده

آوا
  https://www.avapress.com