دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 166054
کابل-کندهار لاره ترافیکو پرمخ بېرته پرانیستل شوي
په میدان وردک کې سیمه ایز چارواکو په وینا، کابل او کندهار لویه لاره تیره ورځ ناوخته د ترافیکو په وړاندی خلاص شوي دی.

د کابل - کندهار لویه لاره وړمه ورځ د وسله‌والو طالبانو له خوا د میدان وردک ولایت په سید‌آباد ولسوالۍ کې په بمونو د یو پُل د الوځولو له امله، د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمن منګل امریکا غږ آشنا ته وویل "د سې شنبې په ورځ ناوخته لویه لاره پرانیستل شوه او موټرو د هیواد جنوب او کابل په لور حرکت وکړ".
تیره ورځ د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي وو، چې دغه لار یې د افغان دولت د فعالیتونو د مخنیوي لپاره تړلې ده.
خو دغې ډلې نن په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کابل او کندهار کې د احمدشاه ابدالي د ترانسپورتي شرکت مسولینو هم د لارې بېرته پرانیستل تائید کړي دي.

د کابل – کندهار لویه لاره د افغانستان د جنوب لویدیځ شاوخوا څوارلس ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي او د افغانستان یو له مهمو لویو لارو څخه شمیرل کیږي.
https://avapress.com/vdchm-nzk23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته