دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 166063
د کعبې شریفې او نبوي مسجد امامانو د خطبو په ځواب کې یې د طالبانو یوه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه
په ننګرهار ولایت کې چارواکي ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې د یو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو اتلس کسیزې ډلې وروسته له هغې له جګړې لاس واخیست او د رسنیو پر وړاندې یې خپلې وسلې د ملي امنیت مؤظفینو ته تسلیم کړې،کله چې د کعبې شریفې او د نبوي مسجد د خطیبانو او په ملي او نړیواله کچه د نورو علمآؤ کرامو له لورې د فتوا په ورکړې سره په دې هېواد کې جګړه حرامه وبلل شوه.
د ننګرهار والي حيات الله حيات په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس پر مهال وويل، د افغانستان، ماليزيا او سعودي عربستان د علماء کرامو د وروستيو فتواو او د اوربند تاثیر له امله د محمد حسن مشهور په زبیر په مشرۍ اتلس وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای شول او خپل ۱۸ میله کلاشینکوف یې هم د ملي امنیت مؤظفینو ته وسپارل .
ښاغلي حیات زیاته کړه، چې يادو وسله والو طالبانو له پنځو کلونو راهيسې په خوږياڼو او بټي کوټ ولسواليو کې تخريبې کړنې تر سره کولې او د حقایقو په درک کولو سره یې جګړې ته د پای ټکی کېښود او د سولې لاره یې غوره کړه .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په وینا، د سولې د رامنځته کېدو په موخه حکومت او نړیوال هر ډول غوښتنو او خبرو اترو ته ژمن دي او په دې برخه کې له ټولو ممکنه لارو چارو استفاده کوي .
سولې بهير سره د يو ځای شوي اتلس کسیز ګروپ مشر قومندان محمد حسن وويل، چې د هېواد علماء کرامو، کعبې شريفې امام او د اوربند پر مهال د حکومت او خلکو مينې او شرعي ماحول په ليدو سره يې پريکړه وکړه، چې سولې بهير سره يو ځای شي.
نوموړي وويل، چې خپلو ملګرو سره يې هوډ کړی څو په سيمه ييزو پولیسو او يا بلې اداره کې ځانونه شامل او هېواد ته خدمت وکړي، دوی په خپلو تيرو کړنو پښيماني وښوده او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ، چې له مخالفته نور لاس واخي او سولې بهير سره يو ځای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch--nzx23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته