خوښ ديک ۰

طالبان د دولت سره متقابل اوربند لپاره دوه ورځی فرصت لری

ملی دفاع وزارت، د حکومت یو اړخیزه اوربند ختمیدو په لړ کې اعلان کړ چی که طالبان حکومت او افغانستان غوښتنو ته د اوربند لپاره راضی نه شی، له منځه به ولاړ شی.
طالبان د دولت سره متقابل اوربند لپاره دوه ورځی فرصت لری

 
د آوا په ګزارش سره، د حکومت یو اړخیزه اوربند دوه ورځو کې پای ته رسیږی.
جنرال محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند د چهارشنبه په ورځ خبرنګارانو ته وویل چی که طالبان د افغانستان خلګو غوښتنو ته د سولې لپاره مثبت جواب ورکړی نو ښه به وی.
خو رادمنش ټینګار وکړ چی که هغوی حاضر نه شی چی په افغانستان سولې او مذاکری لپاره مثبت ځواب ورکړی، د افغانستان دفاعی ځواکونو دنده داده چی د اوربند مخکې وختونو په شان، د وطن په خدمت کې وی. موږ د هغو کسانو په وړاندی چی هیواد د ګواښ سره مخوی، بیله مقابله بل لاره نه لرو.
جنرال رادمنش، خبرداری ورکړ چی په افغانستان کې مصالحه په لاره کې خنډ کسان به له منځه ولاړ شی.
 
پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود: 166089 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *