کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کې طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو ترمنځ مرګوني نښته

7 سرطان 1397 ساعت 10:20

په ننګرهار کې د چارواکو په وینا تیره شپه ناوخته طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوي ده.



د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په خپرولو سره ویلي، چې په خوږياڼو کې د نښتې په ترڅ کې شپاړلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مملې باغ پر پوستې تېره شپه وسله والو طالبانو بريد کړی، چې په ځوابيه بريد کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د معلوماتو له مخې په دغه جګړه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، په ياده جګړه کې د عامه نظم يو سرتيری شهيد او يو ټپي شوی، چې ټپي تر درملنې لاندې دی او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 166094

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166094/ننګرهار-ولایت-کې-طالبانو-او-افغان-امنیتی-ځواکونو-ترمنځ-مرګوني-نښته

آوا
  https://www.avapress.com