دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 166101
جنرال رازق: د کوټې شورا نیمايي غړو د سولې خبرو ته زړه ښه کړی
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په تېرو دوو میاشتو کې يې له طالب مشرانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه څلور ځلي ليدلي دي.
هغه وايي، دغه ليدنې یې له هېواده بهر چې د سعودي عربستان، امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو استازي هم پکې شامل وو، تر سره کړي دي.
جنرال رازق وايي، په وروستي ځل لیدنه کې دې پایلې ته رسېدلي چې د کوټې شورا نیمايي غړو يې د سولې مذاکراتو ته زړه ښه کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د طالبانو د کوټي شورا د غړو سره موږ لیدلي یا دلته یا د ملک دباندې د حکومت د لوړي سطحي خلک په کې دي د امریکا د متحده ایالاتو د ځنیو اروپايي هېوادونو خلک هم سته عرب هېوادونه هم په دې کي شامل دي او کمک به کوي انشاءالله د کوټي نیمه شورا خبرو ته اماده ده که چېري موږ موافقې ته ورسره ورسېدو."
قوماندان نیوکه کوي او وایي چې په تېر کې له هغو طالب مشرانو سره د حکومت له لورې ژمنې نه دي عملي شوي چې له وسله وال مخالفته یې لاس اخیستی دی.
قوماندان وايي، دا ځل يې له نړيوالو سره پر یوه داسي میکانیزم کار کړی چې پر اساس به یې لوړ پوړو طالب مشرانو ته په کابینه، ملي شورا او نورو مهمو پوسټونو کې ونډه ورکړي.
نوموړي زیات کړه:
"دوی پر دې بې باوره دي ځکه چي د افغانستان حکومت چې له دوی سره کومې واعدې کوي هغه سل په سلو کي نسي پوره کولای."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اذربایجان کې د افغان حکومت او طالبانو د لوړپوړو مشرانو تر منځ د مذاکراتو د پیل راپورونه خپاره شوي و، خو طالب ویاندویانو بیا په دغه ناسته کې د خپلو مشرانو ګډون رد کړی دی.
طالبانو تر دامهاله د جنرال رازق د وروستیو څرګندونو په اړه هم څه نه دي ویلي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawin6649ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته