دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 166111
تخار کې شپاړس سرحدي پولیس وژل شوي
د تخار ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چاه اب ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې شپاړس سرتیري وژل شوي دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چاه اب ولسوالۍ د "یتیم تپه" په سرحدي سیمه کې د افغان سرحدي پولیسو پر پوستو برید کړی دی.
ښاغلي تیمور وویل " طالبانو د تیرې شپې په دوه نیمو بجو د چاه اب ولسوالۍ د "یتیم تپه" پو پوستو بریدونه ترسره کړل، چې د برید لږ وروسته هغوی پوستې ته په ننوتلو بریالي شو او له بده مرغه ۱۶ پولیس په دې پوسته کې په شهادت رسولي او د دې پوستې ټول امکانات له ځان سره وړي دي".
ښاغلي تیمور وویل، چې د برید وروسته د "یتیم تپه" پوستې څخه شپږ پولیس لا درکه شوي هم دي.
د تخار د چاه اب ولسوالۍ د دغه ولایت د ینګي قلعه د ولسوالۍ په اوږدو کې د دریاب پر غاړه پرته د ه، چې د افغانستان او تاجکستان سره ګډ سرحد هم جوړوي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر امر یکا غږ اشنا راډیو ته د دې پیښې په اړه وویل، چې اوس هم په دغه سیمه کې طالب وسله وال حضور لري.
هغه وویل د "یتیم تپه" پوستې څخه د لا درکه شوو پولیسو اوو تنو سره اړیکې نیول شوي او هغوی ژوندي دي
طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي پیغام کې په دغه سیمه کې د څلور پوستو د نیولو خبر ورکړی او ویلي دي، چې د تیرې شپې په جګړه کې اته پولیس وژل شوي او یو تن د دغې ډلې وسله والو ژوندی نیولی دی.
د تخار د ولایتي چارواکو د ادعا له مخې په دغه ولایت کې د طالب وسله والو په لیکو کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو یو شمیر وسله وال هم فعالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80b88rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته