دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 166127
افغانستان اجرائیه ریاست: اوربند ختم یا دوام په اړه به په دوو ورځو کې دریځ اعلان شی
په داسې حال کې چې د حکومت لخوا د اعلان شوي یوه اړخیز اوربند یوه بله ورځ پاتې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې افغان حکومت د اوربند د لا دوام یا ختم په اړه خپل وروستی دريځ تر دوو راتلونکو ورځو پورې اعلانوي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۷» ازادي راډيو ته وویل، حکومت هڅه کوي چې په هېواد کې د خبرو اترو له لارې سوله او ثبات ټينګ شي.

وموړي زیاته کړه:
"حکومت په هڅه کې دی چې د خبرو او سولې له لارې په هېواد کې د ثبات شاهدان اوسو، دا هڅې دوام لري، خو دا چې موږ لا نور څه سیاست پر مخ وړو په دې اړه خپل دریځ د شنبې په ورځ له خلکو او نړیوالو شریکانو سره شریکوو."
ښاغلی میثم وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره حکومت له ځانه سره د خلکو او نړیوالې ټولنې ښه ملاتړ لري.
له دې سره د افغانستان دفاع وزارت هم په هېواد کې د خبرو اترو له لارې د سولې ټينګښت غوره ګڼي، خو وايي چې که وسله وال طالبان اوربند ته لبیک نه وايي، د هغو پر وړاندې به په مېړانه وجنګېږي چې سولې پر ځای د جنګ دوام غواړي.

کابل ګارنېزیون عمومي قوماندان مراد علي مراد بیا په دې باور دی چې اوربند دې د بل پړاو لپاره وغځول شي تر څو د اوربند وروستۍ نتیجه په هېواد کې د جنګ ختم او د سولې ټیګښت وي.
له دې وړاندې وسله والو طالبانو د اختر له ختمېدو سره اعلان شوی دری ورځنی اوربند ختم اعلان کړ، خو حکومت هغه د لسو نورو ورځو لپاره وغځوه خو طالبانو بیا په دې اړه د خلکو او حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه.
 
https://avapress.com/vdcirqazyt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته