کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د تروریستی ډلو د تمویلوونکو هیوادونو په نوملړ کې شامل شو

7 سرطان 1397 ساعت 17:35

د تروریستانو د تمویل پر شبکو د څار یوې موسسې د پاکستان نوم د تروریستي ډلو د تموویلوونکو هېوادونو د څار په فهرست کې شامل کړی دی.



په داسې حال کې چې متحدایالاتو پر پاکستان د تروریستي ډلو د ملاتړ له کبله فشارونه زیات کړي د مالي عملیاتو ځانګړې ډلې یا «FATF» دا هېواد د هغو هېوادونو په فهرست کې ورزیات کړی دی چې پر مالي چارو یې باید څار وشي.
«FATF» چې په نړۍ کې د پیسو د مینځلو یا د تورو پیسو د سپینولو پر شبکو څارنه کوي دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې د دې بین الحکومتي ټولنې غونډه په پاریس کې روانه ده او تمه ده چې یوه اونۍ دوام وکړي.
پاکستاني چارواکو د مالي عملیاتو د ځانګړې ډلې د دې اعلان په وړاندې تند غبرګون وښود.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم خان پر متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو د «FATF» په پرېکړو کې له خپل نفوذ څخه د کار اخیستو تور ولګاوه.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د افغانستان او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله الیس ویلز ډېرژر پاکستان ته سفر وکړي.
د مالي عملیاتو ځانګړې ډلې FATF په فبروري میاشت کې اسلام آباد ته خبرداری ورکړی و چې په دې هېواد کې د فعالو تروریستي ډلو مالي سرچینې وچې کړي.


د مطلب کود: 166132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166132/پاکستان-د-تروریستی-ډلو-تمویلوونکو-هیوادونو-په-نوملړ-کې-شامل-شو

آوا
  https://www.avapress.com