دخپریدو نیټه :جمعه ۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 166145
په سوریه کې د ۹۳۹ غیری نظامیانو قتل باندی د امریکا اعتراف
په داسی حال کې چی بین المللی نهادونو له لوری ترسره شوی تخمینونه کشاره کوی چی امریکا ترمشری لاندی ائتلاف په سوریه کې د ۹۶۰۰ څخه ډیر غیری نظامیان وژلی دیؤ واشنګتن د یو ګزارش په خپرولو سره ویلی چی خپل بریدونو په ترڅ کې ۹۳۹ تنه غیری نظامیان په سوریه کې وژلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د امریکا تر مشری لاندی ائتلاف له لوری ترسره شوی بریدونه په سوریه کې تراوسه د ۹۳۰ تنو څخه ډیر غیری نظامیان وژلی دی.
د واشنګتن اعلامیه په اساس، د امریکا تر مشری لاندی ائتلاف د ۲۰۱۴ اګوست څخه جاری کال تر می پوری ۲۹۵۶۹ بریدونه په سوریه کې ترسره کړی چی په اساس یی نږدی ۹۳۹ تنه غیری نظامیان پکې وژل شوی دی.
د اسپتنیک د لیکنو په اساس، د وژل شویو کسانو شمیر د ۹۰۰ څخه هم ډیر دی.
امریکا په حاضر حال کې نږدی ۲۰۰۰ تنه نظامیان د سوریه په خاور کې ځای پرځای کړی دی او هغه هم په داسی شرایطو کې چی سوریه دولت د واشنګتن څخه غوښتي دی ترڅو خپل سرتیری د سوریه څخه وباسی؛ دمشق د امریکایی نظامیانو حضور په سوریه کې حاکمیت ترپښو لاندی کول بولی.
 
https://avapress.com/vdci5qazwt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته