دخپریدو نیټه :جمعه ۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 166146
په جلریز کې تراوسه هم ډیر پوستې د طالبانو تر تصرف لاندی دی
په داسی حال کې چی میدان وردک ولایت امنیتی چارواکې ادعا کوی چی د جلریز ولسوالی ټولې پوستې د طالبانو تصرف څخه وتلي، خو د افغان غږ خبرنګار خپل سترګو حال د میدان وردک لویی لاری او جلریز ولسوالی څخه شکاره کوی چی حقیقت بل څه دی.
 
د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار وایی: وروسته ددی چی ددی سیمو څخه تیریدم، په ډیرو پوستو کې طالبانو بیرقونه رپیدله او ځینی نور پوستی هم په کلی توګه خراب شوی وو.
تیره شنبه ورځ، غلام حسین ناصری، د میدان وردک خلګو نماینده د نمایندګانو په مجلس کې وویل چی د طالبانو تیری جمعی ورځی برید په لړکې د جلریز په ولسوالی کې، د نظم عامه پولیسو ۱۶ پوستې د ۶ ساعتونو په ترڅ کې طالبانو ته تسلیم شو. که څه هم د جلریز ولسوالی پولیسو قوماندی ځواکونه د سیمه ایزو ځواکونو مرستی سره د طالبانو برید ددی ولسوالی مرکز لوری ته شاته کړه، خو تراوسه هم ډیر پوستې د طالبانو تر لاس لاندی دی.
د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار په وینا، طالبان په آزادانه توګه او بیله کوم بیری خه بامیان-کابل لویی لاری او څو امنیتی پوستو کې قدم وهی او د امنیتی ځواکونو څخه هیڅ اثر هم نه لیدل کیږی.
په دی حال کې، عبدالرحمن منګل؛ د میدان وردک والی ویاند، تیره ورځ افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی تراوسه هم د جلریز په ولسوالی کې عملیات شروع او دوهمه لویه لاره چی طالبانو له لوری ماین فرش شوی وو، پاکسازی شوی دی.
هغه وویل چی څو پوستې چی سقوط ته نږدی وو هم پیاوړی شوی او څو نور پوستې هم ددی لاری په اوږدو کې اضافه شوی دی.
ښاغلی منګل د پوستو تخریب د طالبانو له لوری تاییدوی خو هغوی حضور په دی سیمه کې ردوی.
 
https://avapress.com/vdcjxmevmuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته