دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 166169
د سولې په تړاو د طالبانو د کوټې شورا دریځ په اړه د جنرال رازق ادعاوې
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ادعا کوي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د سولې د بهیر په تړاو د طالبانو له مشرتابې سره په تماس کې دی.
د ازادي راډیو د راپور له مخې، جنرال رازق ویلي چې ده د سولې خبرو اترو د پیل په موخه له طالب مشرانو سره څلور ځلي لیدلي دي.
هغه زیاته کړه، چې د له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل لپاره په روانو هلو ځلو کې امریکا، عربستان او د ځینو اروپایي هېوادونو استازي هم شامل دي.
جنرال ادعا کوي، چې د طالبانو د کوټې شورا شاوخوا نیمایي غړي خبرو ته اماده شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هلې ځلې روانې دي.
له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و چې د اذربایجان په ناسته کې به د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو مذاکرات پيل شي.
خو د وسله والو طالبانو ویاندویانو د اذربایجان په ناسته کې د خپلو مشرانو ګډون رد کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepp8zojh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته