دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 166176
تماس نړیواله ډله: طالبان دې له ځنډ پرته افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي
د افغانستان لپاره د تماس نړیوالې ډلې پر وسله‎والو طالبانو غږ کړی چې د افغانانو د سولې اواز ته مثبت ځواب ورکړي.
دې نړیوالې ډلې پرون پنجشنبه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې غونډه وکړه چې د افغانستان پر سوله خبرې وشوې.
د دې نړیوالې ډلې د پرونۍ غونډې بیان په افغانستان کې د جرمني ډیپلوماټیک ماموریت پر ټوېټر خپور کړی او پر طالبانو غږ شوی چې له ځنډ پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرې وکړي.
په بیان کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د مشرانو له لوري د اوربند د اعلان ستاینه شوې او پر وسله‎والو طالبانو غږ شوی چې اوربند کړي.
د تماس د نړیوالې ډلې غړو په افغانستان کې د ترورېزم له ټولو ډولونو سره مبارزه ضروري بللې او ټینګار یې کړی چې دوی په‎دې برخه کې د افغانستان د حکومت بشپړ ملاتړ کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون ماخوستن په یوه اعلامیه کې وویل چې د باکو په غونډه کې ګډون‎والو د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې غونډې ګډون کوونکو د افغانستان حکومت له لوري د اوربند اعلان، سولې ته د ملي وحدت حکومت او د افغانانو د تعهد څرګنده نښه بللې ده.
دا په‎داسې حال کې ده چې د هلمند د سولې کاروان غړي وايي، که بهرني لاسونه د افغانستان له حالاتو لنډ شي، د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اوربند څرګنده کړې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ممکنه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmeqse2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته