دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 166198
اشرف غنی: طالبانو سره اوربند موده پای ته رسیدلي
د هیواد ولسمشر اشرف غنی د طالبانو سره د اوربند مودی پای ته رسیدو وروسته امنیتی ځواکونو ته امر صادر کړي چی خپل عملیاتونو ته د طالبانو په وړاندی ادامه ورکړی.

نوموړی نن د سولې او اوربند په اړه په جوړه شوې خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل ”اوربند خلاص شو، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري خپل هر اړخیز عملیات وکړي. دلیل یې دادې چې د سولې پلان له قوت څخه مطرح شوی وو. “
ولسمشر غني زیاته کړه، چې پس له اوربنده فضا بدله شوه، کله چې چمن حضوري ته د هلمند د سولې کاروان ته ورغلم او د اوربند د تمدید غوښتنه یې وکړه، ما همالته ځای په ځای د دوی غوښتنه ومنله او د سولې کاروان ته زموږ ريښتینولي او استقلالیت او د حکومت نیت او اراده ثابته شوه. ټولو ته معلومه شوه چې بل څوک موږ ته سوله نشي راوستی، یوازې افغانان سوله، رفاه او امنیت راوستی شي.
د ولسمشر غني په وینا، د افغانستان کورني ستونزې درې بعدونه لري چې په کې حکومت، طالبانو او د افغان ولس شامل دي. خلک له حکومت او طالبانو څخه د سولې او د جګړو د پای غوښتنه کوي. حکومت د خلکو غوښتنې منلي او اوس د دی وخت را رسېدلی چې طالبان هم د خلکو غوښتنو ته مثب ځواب ووایي.
هغه زیاته کړه ”اوس طالبان د ولس سره مواجه دي، د افغانستان له دیني علماوو سره مواجه دي، د اندونیزیا، پاکستان او د مکی او مدینې خطیبانو سره مواجه دي، د اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي، پر حکومت هم دغه فشار موجود و، خو حکومت د یو مسوول حکومت په څیر د دغه فشار پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړ، اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول برخورد کوي. “
ولسمشر غني وویل ”طالبه! راشه د سولې اراده وکړه، دا افغاني فشار دی بهرنی نه دی، د علماوو غوښتنه ده، د ولس او ښځو غوښتنه ده، فیصله وکړه. علما درته قران مخې ته کوي. خلک درته اولادونه مخې ته کوي. اوس به ته فیصله کوې چې ولس وژنې او که ولس ته مثبت ځواب ورکوې. “
 
https://avapress.com/vdcgy39q7ak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته