دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 166199
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسی جرګي لپاره شپږو ولایتونو کاندیدانو نومونو لیست اعلان کړ
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې لپاره د شپږو ولایتونو د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان کړ.

دغه لېست تېر ماښام ناوخته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر ویب پاڼه خپور شو چې پکې د ولسي جرګې لپاره یوازي د شپږو ولایتونو د نوماندانو نومونه راغلي دي.
نیمروز، ارزګان، نورستان، کونړ، خوست او بامیان هغه ولایتونه دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا یې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان شو.
د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وویل چې د دغو کسانو نوماندي د یوه شفاف سیسټم پر اساس تائید شوه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې څه باندې شپږ زره تنو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو څوکیو ته فورمې ډکې کړي دي.
په یادو کسانو کې ۲۴۵۴ یې د ولسي جرګې او۳۷۳۱ یې د ولسوالیو شوراګانو لپاره نومونه لیکلي وه.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلوا کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد تېره ورځ ویلي وو چې یو شمېر کسان د اسنادو د کموالي او یا په اسنادو کې د نیمګړتیاوو له کبله د نوماندانو په لومړني لېست کې شامل شوي نه دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د یو شمېر نورو ولایتونو د نوماندانو د اسنادو ارزونه به هم نن شنبه بشپړ شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مهال وېش سره سم ټاکل شوې وه د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د نوماندانو لومړنی لېست د چنګاښ پر اومه اعلان شوی وای.
د انتخاباتو کمېسیون وایي، د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو لومړنی لېست به وروسته خپور شي خو دقیق وخت یې تراوسه معلوم نه دی.
 
https://avapress.com/vdchw-nzw23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته