دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 166211
د کندهار د روغتیایي علومو انستیتوت څخه ۱۲۴ تنه نارینه او ښځینه محصلین فارغه سول
د فراغت په یاد جوړه سویو مراسمو کي په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجی اغالالي دستګیري ترڅنګ د ولایتي شوړا غړی نعت الله شیردلی، د عامی روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا ، قومي مشرانو،او په زیات شمېر ځوانانو او ښځو ګډون کړي وو.

په یادو مراسمو کی په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال فارغه سويو محصلینو او د هغوي کورنېو ته د فراغت له امله مبارکي وویل، او زیاته یې کړه، د روغتیا په برخه کي ځوانان ټولني ته وړاندې کولو سره به مو هغه ستونزي چي اوس مهال د مسلکې کسانو د نه لرو په برخه کي یي لرو تر زیاته حده حل سي.
نوموړی وویل،د روغیتا او یوشمېر نورو برخو کي باید لا زیات پرمختګ وسي،د هغه په خبره روانو جنګونو زموږ د هیواد هرڅه ته زیان رسولي چي له امله یې زموږ ولسونه د زیاتو ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی دستګیړي له ځوانانو وغوښتل ترڅو د هیواد د پرمختک لپاره باید لاسونه سره ورکړي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
همدارنګه د عامی روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، د مور او ماشوم د مړینی مخنیوي په برخه کي د پام وړ تغیرات راغلي، چي لامل یې د مسلکي ښځینه قابه ګانو روزل او تر لېرو پرتو سیمو پوري د روغتیایي خدماتو رسول دي.
ښاغلي پخلا له فارغه سویو محصلینو څخه وغوښتل چي خپلو هیوادوالو ته په ښه ډول خدمت وکړي ترڅو وکولای سو ستاسو په مرسته د هیوادوالو ژوند وژغورو.
د روغتیایي علومو انستیتوت مشرۍ ډاکټر نسرین بارکزی وویل: سږ کال یې د یاد انستیتوت څخه ۱۲۴ تنه نارینه او ښځینه محصلین د نرسینګ، عالي قابلګی، فارمسي او طبی ټکنالوژی له برخو څخه فارغه کړي چي له دی جملی څخه یې ۴۲ تنه ښځینه او پاته نور یي نارینه دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccseqss2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته