کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري محاصره دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1397 ساعت 17:39

امنیتي چارواکي وایي؛ د جوزجان په درزآب ولسوالې کې لسګونه سرتېري له ۵ ورځو راپدیخوا د داعشیانو تر محاصرې لاندې دي او توانیدلي نه یو، چې له دې ولسوالۍ د امنیتی ځواکونو مړي او ټپيان راولیږدوو.


هغه سرتېري، چې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې له ۵ ورځو را پدیخوا د داعشیانو له خوا محاصره دي تراوسه یی څو ځلې د مرستې غوښتنه کړې، خو تراوسه نور سرتېري نه دي ورلیږل شوي.
دوی وايي؛ د امنیتي ځواکونو مړي، چې پېنځه میاشتې مخکې یی ژوند له لاسه ورکړی تراوسه نه دي لیږدول شوي او د ټپیانو حالت یې هم د اندېښنې وړ دی.
دوی وايي، که مرکزي حکومت د نورو ځواکونو په لیږلو کې جدي اقدام ونه کړي دا ولسوالي به داعش ونیسي.
د جوزجان د امنیه قومندانی د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشې وايي، سرتېري محاصره دي او له امنیتي چارواکو غواړم، چې د دغې ستونزې د حل لپاره بیړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې داعش د تېرې اوونې د سې شنبې پر ورځ د جوزجان د درزآب ولسوالۍ په مرکز کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړل او دواړو لوریو ته مرګ و ژوبله واوښته.
د سیمې یو شمېر اوسیدونکي وايي، د ولسوالۍ مرکز له پېنځه ورځو را په دیخوا محاصره دی.


د مطلب کود: 166243

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166243/د-جوزجان-په-درزآب-ولسوالې-کې-لسګونه-سرتېري-محاصره-دي

آوا
  https://www.avapress.com