دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 166244
ولسمشر غنی: اوس طالبان د خلګو او علماوو سره مخ دی
د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له خوا د اوربند د پای ته رسېدو سره همهاله افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې طالبان اوس د ولس او د افغانستان او نړۍ له دینې عالمانو سره مخامخ دي.

د ښاغلي غني په خبره، د طالبانو په مقابل کې اوربند چې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره تر سلا مشورو وروسته اعلان شو د سولې پر وړاندې یې ټول خنډونه لمنځه یوړل.
ده چې د شنبې په ورځ یې«۱۳۹۷کال چنګاښ۹» په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د اختر په ورځو کې اوربند دا وښوده چې افغانان سوله غواړي او طالبان باید د خلکو دغه غوښتنه ومني.

وموړي زیاته کړه:
"د خلکو لومړنۍ غوښتنه د جنګ پای ته رسېدل او د سولې ټینګښت دی ځکه سوله خیر او نعمت دی، طالبانو راشئ او د سولې اراده وکړئ دا بهرنی نه بلکې افغاني فشار دی دا د علماوو، خلکو او ښځو غوښتنه ده، علما درته قران مخکې کوي او خلک درته خپل اولادونه اوس پرېکړه له تاسو سره ده چې ملت وژنئ او که مثبت ځواب ورکوئ."
ښاغلی غني وايي، موقت اوربند له خلکو سره تر مشورو وروسته اعلان شو او په مهمو مسایلو کې د یوې وړې ډلې نه بلکې ملي ګټې په پام کې نیول کېږي.
افغان ولسمشر په دغه خبري ناسته کې په وضاحت سره وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او د سولې پروسه د هېڅ چا په انحصار کې نه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې شامله شي وویل، د سولې د خبرو پیل به د افغانانو تر منځ وي.
خو ده ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو په دویم اړ دریم پړاو کې به امریکا، ناټو او د سیمې هېوادونه هم شامل شي چې په وینا یې د سولې خبرې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نشي بلکې په لازم شکل او سمې تطبیق شي.
فغان حکومت د لومړي ځل لپاره د روژې له ۲۷ نه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې د وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او وروسته يې بیا د لسو نورو ورځو لپاره هم دا موده وغځوله.
https://avapress.com/vdci5qaz5t1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته