کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د چابهار بندر له پراختیا سره مخالفت نه کوي-امریکا

9 سرطان 1397 ساعت 19:36

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي هند ته په خپل سفر کې ویلي، چابهار پروژه تر سره کیدوونکې ده او امریکا یې په اړه له هند سره همکاري کوي.


 

نیکي هیلي د هند له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې واشنګټن په اصولي توګه د چابهار په بندر کې له پانګونې سره مخالفت نه کوي.

هغې وویل، چابهار د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم دی او په خبره یې دا پروژه باید تر سره شي، او امریکا به یې له هند سره په پراختیا کې همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن له دغې پرېکړې هرکلی کړی او وایي، چې دغه بندر د سیمې هېوادونو ته ګټور دی او د افغانستان په اقتصادي هڅو او ثبات کې هم مرسته کوي.                 

د چابهار د طرحې د پراختیا پر بنسټ دغه بندر به د سیمې لویه لار شي، چې له یوې خوا به د درې هېوادونو تر منځ میلیونونه سوداګریزه راکړه ورکړه برابروي او له بلې خوا افغانستان له نړیوالو اوبو سره نښلوي او پر پاکستان له تکیا کولو خلا صیږي.

د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون غړې حبیبه دانش وایي؛ د دې لپاره، چې دا پروژه د افغانستان اقتصادي ودې ته ګټوره ده؛ نو، ځکه باید د بندیزونو په نوملړ کې رانشي.          

همدا اوس د هند او افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه له ۶۰۰ تر اووه سوه میلیون دالرو ده،  چې ستره برخه یې د واګه بندر له لارې کیږي.

سوداګرۍ خونه وایي، چابهار بندر به د درې هېوادونو تر منځ د هوکړه لیک له لاسلیک سره وکولی شي افغانستان ته ډېره ګټه ورسوي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې تېر کال افغانستان، هند او ایران د چابهار بندر په تړاو درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک کړې وه، چې له مخې یې افغانستان او هند کولی شي له دې لارې سوداګري وکړي.  

په وروستیو کې هند ویلي؛ هڅه کیږي،  دغه بندر تر ۲۰۱۹ کال پورې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.


د مطلب کود: 166255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166255/امریکا-د-چابهار-بندر-له-پراختیا-سره-مخالفت-نه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com