دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 166264
د ۲۰۱۷ کال پر انډول سږ جون ملکي مرګ ژوبله نيم په نیمه را ټيټه شوې ده.
په تېره جون میاشت کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله د تېرکال جون میاشتې په پرتله سل سلنه را ټیټه شوې ده.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د جګړې له کبله۵۱۳ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي، په دغه مرګ ژوبله کې  ۱۸۳ کسان شهیدان او ۳۳۷ نور ټپیان شوي دي.
خو د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې بیا د افغانستان یواځې په ۱۶ ولایتونو کې ۱۰۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. چې د ۲۰۱۸ جون میاشتې په پرتله نیم په نیمه ټیت والی ښه يي.
په تيره جون میاشت د کوچني اختر په ورځو کې اوربند اعلان شوی و چې د افغانستان په نیږدې ټولو ولایتونو کې ارامي وه.
یواځې ننګرهار د داعش جنګیالو د ځانمرګو بریدونو شاهد و چې په ترڅ کې يې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د سيپګ د معلوماتو پر اساس د مرګ ژوبلې ډيره برخه یو ځل بیا په ننګرهار ولایت کې رامنځته شوه په دغه ولایت کې ۴۶ ملکي کسان شهیدان او ۱۳۰ نور ټپیان شول، همدارنګه کابل او هرات هم هغه ولایتونه وو چې په تېره میاشت کې يې ډېره مرګ ژوبله در لودله.
که څه هم په روانو حالاتو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقي شمېرې را ټول اسانه کار ندی؛ خو د ملکي وګړو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ مسؤول عزیزاحمد تسل وايي چې دوي پراخه هڅه کړې چې د خپلو سییمیزو همکارانو په مرسته د مرګ ژوبلې  دقیق ارقام راغونډ کړي.
.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ ثبت شوې شمېرې ښه يي چې په تېره میاشت کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو له کبله وه چې داعش یاغیانو يې پړه په غاړه اخیستې وه په تيره میاشت کې داعش ډلې له لوري ۷۰ ملکي کسان وژل شوي او ۱۷۰ يې ټپيان شوي دي.
همدارنګه ګټ مت د ۲۰۱۷ کال جون کې هم د زیاتې ملکي مرګ ژوبلې عاملين داعش جنګیالي ښودل شوي وو.
په دویمه برخه کې د نامعلومو ادرسونو او وسیلو له لوري ملکی خلک وژل شوي چې د وژل شویو کسانو شمير ۸۰ او د ټپیانو تر ۱۷۰ پورې رسیږي، وژل شوي ، د ماین، هوان، راکیټ او هدفي وژنو کې له منځه تللي، باید وويل شي چې  د سړک غاړې ماینونه معمولاً د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کې پر عامو وګړو چاودلي دي.
همدارنګه د حکومتي ځواکنو له لوري هم له وسله‌والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ملکي خلک وژل شوي، ټپيان شوي او له کورونو بېځایه شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندي توب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو پر اساس، په تيره میاشت میاشت کې امریکايي ځواکونوهم ملکي مرګ ژوبله اړولې ده، د سیپګ د معلوماتو پر اساس د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو بمبارد کړی چې په پایله کې يې ۶ ملکي کسان شهیدان کړي او یو يې ټپي کړی دی.
د ملکي وګړو د وخوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ له حکومت او وسله والو ډلو یو ځل بیا غوښتنه کوي چې جنګي اصول مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدی پاملرنه وکړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiin6y49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته