دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 166267
په ننګرهار ولایت کې د برېښنا ظرفيت ۷۶ مېګاواټه ته پورته شو
د ننګرهار ولایت مقام وایي د شل مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره څلورم ترانسفرمر چې د درې نيم ميليونو ډالرو په لګښت رغول شوی ګټې اخېستې ته وسپارل شو.
ننګرهار والي حيات الله حيات وايي، د دغه ټرانسفرمر په فعاليت سره ننګرهار کې د برېښنا ظرفيت ۷۶ مېګاواټه ته پورته شو، چې د پرچاوۍ ستونزې د حل ترڅنګ به فابريکو ته هم د برېښنا ورکړې اسانتياوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئيس وايي، ننګرهار يې هم د تاجکستان د وارداتي برېښنا له مزو سره وصل کړ، چې په دغه ولايت کې به د برېښنا ستونزه ورسره حل شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د سل مېګاواټه لمريزې برېښنا د جوړېدو لپاره د يو لوی پارک چارې پيل شوې، چې د مسولينو په وينا هر سوداګر کولی شي، دغلته د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزير انجينر محمد ګل خلمي چې ننګرهار ته يې د يو شمېر برېښنايي پروژو د پرانستې لپاره سفر کړی و خبريالانو ته وويل، چې د ولسمشر د حکم له مخې د ټولو ولايتونو د برېښنا ستونزو د حل لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دی وايي، دلته د دغو دوو پروژو پرانيسته هم د همدغو کارونو يوه کړۍ ده، چې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره پورته کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd990f5yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته