دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 166289
حامد کرزی: افغانستان کې جنګ د بهرنیانو له لوری تپل شوي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو سره د اوربند د پای ته رسېدو په غبرګون کې له ټولو اړخونو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي.

نومړی د یو بیان په نشرولو سره ویلي ”لکه څنګه چې ټولو ته روښانه ده په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو له خوا پر افغانانو تپل شوې او د پردو ګټو جګړه ده چې د افغانستان خلک یې قربانیان دي او هېواد مو ورځ تر بلې لا ویجاړېږي. “
د ښاغلي کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې پخواني جمهور رئیس په جګړه کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې په پوره هوښیاري سره د پردو له دسائسو ځان وژغوري او د بهرنیانو د هغو هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږي چې د افغانانو تر منځ د تفرقې او وروروژنې د دوام لپاره روانې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې حامد کرزي یو وار بیا په هېواد کې د سولې په راوستو ټینګار وکړ او له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي، د سولې لار خپله کړي او ټول سره یو ځای په اتحاد او اتفاق د خپلو وطنوالو د هوساینې او د ګران هېواد د ترقي لپاره کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده پای ته رسېدلی او زیاته یې کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري چې د وسله والو پر وړاندې خپل هر اړخیزه عملیات پیا پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdch6-nzw23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته