دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 166312
په ننګرهار کې داعش وسله واله ډله د یو لیسې دری ملازمین په شهادت رسولي
په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا دعش وسله والو د یوې لیسې له درې ملازمینو څخه سرونه پرې کړي.

ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ ملکیار لیسې درې ملازمین تېره شپه د داعشیانو له لورې په بې رحمه ډول په شهادت رسول شوي او د یادې لیسې په کتابخانه کې یې کتابونه سوزولي دي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري وایي داعش وسله والو د یادې لیسې له درې ملازمینو څخه سرونه پرې کړي.
د ننګرهار ولایت مقام وایي د ننګرهار والي حیات الله حیات په رامنځته شوې پېښه خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې د فردوس هیله کړې او همدا راز یې امنیتي ارګانونو ته د یادې پېښې د رامنځته کېدو جدي سپارښتنه کړې .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند پلویانو تېره میاشت پر ښوونځیو د بریدونو خبرداری ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdcezp8zwjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته