کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب ولایت کې پر یو روغتیایی کلینیک باندی هوایی برید

10 سرطان 1397 ساعت 20:57

چارواکي وایي پر هغه روغتیایي کلینیک هوايي برید کړی چې د وسله والو طالبانو درملنه په کې کېده.



بمباري د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې پر هغه کلینیک وشوه چې د افغان چارواکو په وینا د ټپي شويو طالب جنګیالیو درملنه په کې کېده.‌
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وایی چې هوايي برید د یکشنبې په سهار (جولاۍ۱) د خواجه ناموس د تخته بازار په سیمه کې د طالبانو پر یو صحي مرکز شوی دی.
هغه وویل "دا کلینک د طالبانو تر کنترول لاندې سیمه کې دی او د طالبانو دی. دلته د طالبانو ۲۵ زخمیان تر درملنې لاندې وو چې په برید کې یې یو شمېر وژل شوي‌ دي. کلینک د ملکیانو نه و او د هېڅ یو ملکي درملنه په کې نه کېدله. آن دوه پاکستانیان هم کې وو. "
تر دغه راپور مخکې د شاهین قول اردو ویلي وو چې MD530 الوتکو د طالبانو پر یوې غونډې د هوايي برید کړی دی.
خو د فاریاب د روغتون د عاجلې څانګې مشر محبوب وایی چې له بمبارد شوي سیمې نه دوه وژل شوي او لس زخمي ملکیان وروستل شوي ‌دي. هغه وویل " لس ملکیان دي، دوه نارینه دي‌ او نور یې ښځې دي. درې نجونې په کې نهه/لس کلنې دي‌ او نورې یې ښځې دي. دوی د پښتونکوټ ولسوالۍ د ناموسي او سبزپوش د سیمې اوسېدونکي دي.


د مطلب کود: 166333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166333/فاریاب-ولایت-کې-پر-یو-روغتیایی-کلینیک-باندی-هوایی-برید

آوا
  https://www.avapress.com