دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 166348
کابل کې هند سفارت د جلال آباد تیری ورځې برید غندلي
په کابل کې د هند سفارت په ختیځ ښار جلال‌اباد کې پرونۍ حمله چې په‌کې هندوان او سېکهان په نښه شول، په کلکه غندلې ده.

د هند سفارت د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې دا حمله د نړیوال ترورېزم پر ضد په متحدانه توګه د نړیوالې مبارزې په اهمیت ټینګار کوي او د ترورېزم پلویان چې په هره بڼه وي، باید ځواب ورکوونکي واوسي.
په دې حمله کې چې د یو موټر بم په وسیله شوی، لږ تر لږه ۲۰ کسه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي چې ۱۷ یې هندوان او سېکهان دي.
د سېکهانو یو مشر اوتار سنګهـ خالصه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو یو کاندید و، په دې حمله کې وژل شوی دی.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دی حملې مسؤلیت منلی دی.
https://avapress.com/vdcdo90fjyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته