دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 166360
جوزجان فیض آباد ولسوالی کې څلور کلۍ د طالبانو لاس ته ولویدلي
سیمه ایز سرچینی وایی چی د جوزجان ولایت فیض آباد ولوسالی خیرآباد او شیر آباد، شیشه خانه ترکمنیه او ګرجګ کلۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، صاحب خان؛ په فیض آباد کې سیمه ایز خلګو غورځنګ ځواکونو قوماندان ویلی دی چی که عاجل توګه مرستندویه ځواکونه ونه رسیږی نو د بلخ-شبرغان لویه لاره به مسدود شی.
خو فقیر محمد جوزجانی؛ د جوزجان پولیسو قوماندان وایی چی د ګرجک او شیشه خانه کلیو ۵۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې دی او تر نورو دوو ساعتونو پوری به مرستندویه ځواکونه هلته ورسیږی.
د هغه په وینا نښته اوس هم جریان لری او دری تنه طالبان وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی.
د ګرجک کلۍ د شبرغان-بلخ لویی لاری څخه ۵۰۰ متره واټن لری.
 
https://avapress.com/vdch--nzv23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته