کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جلال اباد خونړی برید په اړه د پاکستان عکس العمل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سرطان 1397 ساعت 14:25

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي د پاکستان حکومت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي چې په ترڅ کې یو شمېر بې ګناه خپل ژون له لاسه ورکړ.


ډاکټر فیصل زیاته کړه، چې دوی پر دې پیښې سخت خواشیني او غمجن شوي دي.
د ولایت مقام له مخې، د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند ملنګ جان څلور لارې کې د یکشبنې په ورځ له غرمې وروسته څه باندې څلور بجې پلي ځانمرګی بريدګر په ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته په چاودنې ورکولو سره د ۱۹ کسانو ژوند واخیست.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغي چې په دغه پېښه کې د ۱۷ اهل هنودو په ګډون ۱۹ وژل شوي او د ۷ اهل هنودو په ګډون ۲۱ نور ټپیان دي.
د عامې روغتیا ادارې د مالوماتو له مخې په ننني ځانمرګي بريد کې له کابله د اهل هنودو احتمالي نوماند اوتار سينګهـ هم وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دی او ښايي د وژل شويو په شمېر کې زياتوالی هم راشي.


د مطلب کود: 166366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166366/د-جلال-اباد-خونړی-برید-په-اړه-پاکستان-عکس-العمل

آوا
  https://www.avapress.com