کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله: حکومت د طالبانو سره سولې ته چمتو دی، خو امن سیمی د هغوی لپاره نه منی

11 سرطان 1397 ساعت 19:01

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی، خو هغوی ته د امن سيمو برابرول نه مني.




ښاغلي عبدالله نن دوشنبه په کابل کې د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند پر مهال ورته ځيني وړانديزونه ورغلي وو.
نوموړي وویل:
"د امن سيمو برابرولو وړانديز له يوې خوا وړاندې شوی و، خو دا نظر د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره هېڅ اړخ نه لګوي، زموږ د حکومت نظر هم دا دی چې ټول افغانستان د هغو خلکو لپاره د امن سيمه ده چې غواړي په سوله او ارام کې ژوند وکړي."
تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې له طالبانو سره په هر ځای او هر وخت کې خبرو ته حاضر دی، خو طالبانو د هغه د وړانديز په ځواب کې د جګړې د دوام خبره کړې ده.
 


د مطلب کود: 166393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166393/عبدالله-حکومت-د-طالبانو-سره-سولې-ته-چمتو-دی-خو-امن-سیمی-هغوی-لپاره-نه-منی

آوا
  https://www.avapress.com