دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 166394
عبدالله عبدالله: مذهبی اقلیتونو باندی برید لوی جنایت دی
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ننګرهار پرونۍ انتحاري برید چې ډېر شمېر قربانیان‌یې افغان سېکهان او هندوان وو، لوی جنایت بللی دی.

ښاغلي عبدالله نن دوشنبه «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۱» د وزیرانو شورا له ناستې وړاندې وویل چې د دې پېښې عاملین باید وپېژندل شي او ونیول شي.
نوموړي د هېواد هندوان او سېکهان د ټولنې هغه طبقه یاده کړه چې په تېرو څو لسیزو جګړو کې ورته تر نورو ډېر زیان رسېدلی دی.

عبدالله عبدالله وویل:
"په مذهبي اقلیت حمله یو لوی جنایت دی او مسؤلیت‌يې طالبان او نورې ترورېستي ډلې پر غاړه لري، د هېواد هندوان او سېکهان د افغانستان اوسېدونکي دي، زموږ د هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او په تېرو څلورو لسیزو کې يې ډېرې ستونزې لیدلې دي."
په همدې حال کې نن د افغانستان د ولسې جرګې یو شمېر غړو هم دغه حمله وغندله او له حکومته‌يې غوښتنه وکړه چې باید په ولسي جرګه کې دغه مذهبي اقلیت ته امتیازي حق ورکړل شي.
دا شان په کابل کې د هند سفارت د دغه حملې د غندلو تر څنګ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې دا حمله د نړیوال ترورېزم پر ضد په متحدانه توګه د نړیوالې مبارزې په اهمیت ټینګار کوي او د ترورېزم پلویان چې په هره بڼه وي، باید ځواب ورکوونکي واوسي.
دا انتحاري حمله چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته ۴ بجې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار د مخابراتو څلور لارې ته څېرمه ملنګ جان واټ کې وشوه، له امله يې ۱۹ تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول.
 
https://avapress.com/vdceop8zejh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته