دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 166421
افغان ځواکونو په فاریاب کې د دوستم یو مهم قوماندان نیولی
د فاریاب ولایتي شورا وايي، چې ځانګړو افغان ځواکونو تیره ورځ ناوخته د جنبش ګوند یو مهم قوماندان نظام‌الدین قیصاري نیولی دی.
د فاریاب د ولایتي شورا رئیس طاهر رحماني امریکا غږ آشنا ته وویل، چې ښاغلی قیصاري د ملي امنیت شورا له پلاوي سره د غونډې پر مهال له لفظي شخړې وروسته نیول شوی.
هغه وویل "په امنیتي غونډه کې نظام‌الدین قیصاري، له مرکز څخه د ملي امنیت شورا له راغلي پلاوي سره لفظي شخړه کړې، هغه یې په خوله په سوک وهلی، شخړه له همدې ځای څخه پیلیږي، زه په غونډه کې نه وم، دا غونډه د رسمیاتو له پای ته رسیدو وروسته په اضطراري ډول جوړه شوې وه".
نظام‌الدین قیصاري د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له خوا په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون‌کوونکو مشري هم په غاړه درلوده.
د فاریاب د ولایتي شورا رئیس زیاته کړه، د ښاغلي قیصاري د نیولو په غبرګون کې، د سیمې خلکو غوښتل چې د دغه ولایت ودانۍ ته اور ورته کړي، خو د سپین‌ږیرو په منځ‌ګړیتوب او له ترکیې څخه د جنرال دوستم له ټیلیفوني اړیکې وروسته وضعیت سم شو.
د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت‌الله سیلاب وايي، نظام‌الدین قیصاري له نیول کیدو وروسته په هلیکوپټر کې نامعلوم ځای ته لیږدول شوی دی "نظام‌الدین قیصاري د لومړۍ لوا مقر ته یوې امنیتي غونډې ته وبلل شو او وروسته ونیول شو او د هیلکوپټرو په واسطې نامعلوم ځای ته ولیږدول شو".
د سیمې د اوسیدونکو پر وینا، د ښاغلي قیصاري د نیولو پر مهال د نوموړي درې ساتونکي له کومانډو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
دغه راز د شاهین ۲۰۹ قول اردو په یو بیان کې، د غونډې پر مهال د ملي امنیت شورا له پلاوي سره د نظام‌الدین قیصاري ناوړه چلند تائید کړی او ویلي یې دي، چې ښاغلي قیصاري د غونډې ګډونوالو ته د خاینینو خطاب کړی او هغوی یې په وژلو ګواښلي دي.
دغې قول اردو په بیان کې د قوماندان قیصاري له خولې داسې لیکلي "تاسې ټول وژنم او دولتي تاسیسات سوزوم. د سترګو په رپ کې به په میمنه کې حکومتي نظام ته سقوط ورکړم او یو حکومتي کس به هم دلته پرېنږدم".
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویلي، چې له لفظي شخړې وروسته د نظام‌الدین قیصاري وسله‌والو نښته پیل کړه، چې کومانډو ځواکونو نوموړی او د هغه وسله‌وال کسان ونیول او د تحقیق لپاره یې کابل ته ولیږدول.
د جنرال دوستم غبرګون
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې اوسمهال په ترکیې کې دی، د نظام‌الدین قیصاري نیول یوه دسیسه بللې او د نوموړي د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي دوستم په یو پیغام کې ویلي، چې نظام‌الدین قیصاري د ناسمو ریپوټو پر بنسټ د حکومت له خوا نیول شوی او کابل ته لیږدول شوی دی.
جنرال دوستم ویلي "د ملي یووالي حکومت له رهبرۍ څخه غواړم، محترم نظام‌الدین قیصاري، چې د فاریاب په دفاعي لیکو کې زما استازی دی، ژر تر ژره خوشې کړي او بېرته یې فاریاب ته واستوي".
ښاغلي دوستم خبرداری ورکړی، که قیصاري بېرته خوشې نه شي، ښايي د افغانستان په شمال کې د ټاکنو په ګډون د حکومت ټولې برنامې له جدي ننګونو سره مخ شي او مسولیت به یې د هغو کسانو په غاړه وي، چې دغه بحران یې رامنځ ته کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0vdyyw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته