دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 166440
د ترانسپورت وزارت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، د تېر کال د ورته مودې په پرتله مو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی دی.
د ترانسپورت وزیر محمد حمید طهماسي د یوې خبري ناستې پر مهال  ویلي، چې د تېرکال په پرتله يي په عوایدو کې ۲۰۳ سلنه زیاتوالی ښاغلی دی.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې د روان مالي کال په دوه یمه ربع کي ۲۱۹ میلیون افغانۍ راټولې شوې دي.
هغه زیاتوي، چي په ټولوعایداتي ادارو کې مو تشکیلات کم کړي؛ ۶۹ هغه مامورین، چي په فساد کې ښکېل ول، څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د ترانسپروت وزیر محمد حمید طهماسي وایي: د بشپړ رڼښت په موخه مو د ترانسپورت وزارت بستونه د ملکي خدمتونو او اصلاحاتو ادارې ته وړاندي کړي، چې د آزادو سیالیو له لارې ورته مامورین جذب کړو.
ښاغلي طهماسي په ډاګه کړې، چې له هند څخه ملي بس تصدۍ ته د نويو وسایلو پېرودل او په ښاري ترانسپورتي برخه کي د میرمنو موتر چلوونکیو ته د فعالیت زمینه برابرول هغه نور موارد دي، چې دغه وزارت يي تر لاس لاندې لري.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د ترانسپورت وزارت د مسوولینو ټولې څرګندونې له حقیقته لیرې بولي او وایي، چې دغه وزارت اوس هم ندی توا نیدلی، چې د هېواد ترانسپورتي ستونزې حل او یو نظم رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي وایي: له تېروشپاړلس کلونو راپدیخوا ترانسپورت وزارت هیڅ عمل نه لري او حکومت هم د دغه وزارت له کاره څارنه  نکوي. ان په پلازمېنه کابل کې هم ترانسپورتي نظم نشته.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgt39qzak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته