دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 166469
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان په اړه ۶ میاشتنی راپور کانګرس ته سپارلی
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د افغانستان په اړه ۶ میاشتنی راپور د یاد هېواد کانګرس مجلس ته سپارلی دی.
 

په سپارل شوی راپور کې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه ارزونې او معلومات شامل دي.

د پنټګان په نوې راپور کې راغلي چې د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتیژي د یوې سیاسي حل‎لارې په اړه د افغان حکومت او امنیتي بنسټونو هیله ‎مندي زیاته کړې ده.

که څه هم وسله ‎والو طالبانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني له ‎خوا د خبرو اترو د وړاندیز ستاینه شوې ده خو پنټګان پر وسله ‎والو طالبانو د نظامي فشارونو پر زیاتوالی ټینګار کوي.

پنټګان وایي د طالبانو دا مفکوره باید ختمه شي چې یاد ډله کولی شي د جګړې له لارې کولی خپل اهداف ترلاسه کړي.

د امریکا دفاع وزارت وایي د امریکا پوځ به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د روزنې، سلا مشورې او همکارۍ ماموریت ته دوام ورکړي.

پنټګان وایي د امریکا متحده ایالتونو د ماموریت اصلي هدف دا دی چې افغانستان یوځل بیا  د هغو ترهګرو ډلو په ځاله بدل نه شي چې غواړي پر امریکا بریدونه ترسره کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch--nzw23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته