د کندهار د ملي امنیت ریاست د وسله والو طالبانو د اووه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
په کندهار کې د طالبانو یوه اووه کسیزه ډله نیول شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سرطان 1397 ساعت 9:01
د کندهار د ملي امنیت ریاست د وسله والو طالبانو د اووه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د تخریبي فعالیتونو له کبله ترتعقیب لاندې وه چې تېره ورځ ونیول شول:
"د کندهار د ملي امنیت ریاست کشفي منسوبینو د طالبانو اړوند هغه اووه تنه چې په بېلابېلو ولسوالیو او سړکونو کې د ماینونو په ایښودلو او نورو تخریبي فعالیتونو مشکوک و، تعقیب او بلاخره نیولي دي."
ښاغلی احمدي وایي، دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
د مطلب کود: 166532