دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 166555
ننگرهار کي طالبانو یو قوماندان موټر کې ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله ګڼ شمیر خلګو ته مرګژوبله
په ننګرهار ولایت کې چاودنې د وسله والو طالبانو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

د ننګرهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د قوماندان په ګډون ۳ وسله وال طالبان ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړخیلو سیمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې پر یو میله کې د وسله والو طالبانو د قوماندان حکیم الله په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د نوموړي په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول .

د ولایت مقام په وینا، په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي هم برسيرن ټپیان شوي او د درملنې په موخه نږدې روغتيايي مرکز ته ليږدول شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

https://avapress.com/vdcdk90fkyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته