کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې داعش دری غړۍ نیول شوي

14 سرطان 1397 ساعت 13:26

د ننګرهار ولایت په مرکې کې داعش ډلې دری ښاری شبکی غړۍ نیول شوی دی.


 

د ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په درونټې سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ښاري شبکې درې غړي، هارون،غلام الله او حزب الله ژوندي ونیول شول.

د مالوماتو له مخې نیول شوو کسانو په ګڼ شمیر بریدونو،ریموټ کنټرول ماینونو برابرولو او چاودونو کې مستقیم لاس درلود او همدا راز یې د یادې ډلې د یو بل مهم تنظیموونکي مهاجر،چې څو ورځې وړاندې ووژل شول، هم له نږدې اړیکې درلودې.

په ننګرهار کې چارواکي د یکشبنې په ورخ وویل، چې  چې د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ښاري شبکې د بریدونو مسؤل او ماین جوړونکی چې په مهاجر مشهور وو،د مقاومت په پایله کې ووژل شو.

د چارواکو په وینا، د ملي امنیت د ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې مهاجر د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالي،مستوفیت، پوهنې ریاست او همدا راز په کابل کې ښار کې د ګڼ شمیر تروریستي بریدونو او ریموټ کنټرول ماین جوړونې او چاودونو کې لاس درلود.


د مطلب کود: 166556

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166556/په-ننګرهار-کې-داعش-دری-غړۍ-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com