دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 166557
ولسمشر غنی: هندوان او سکان د افغانستان ویاړ دی او حکومت به تل ورته پام وکړی
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر غني پرون په کارته پروان ګوردواره کې دجلال اباد ښار د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانیانو کورنیو سره چې یو شمېر سکانو او هندوانو هېوادوالو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ،غمشریکي وکړه.

 

 د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې لومړی ثورپال سِنګ د نورو په استازیتوب دخبرو پرمهال د جمهور رئیس له غمشریکۍ څخه مننه وکړه.

جمهور رئیس د هېواد د سکانو او هندوانو ویرځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ وویل: دا پېښه یوه فاجعه وه او حکومت به یې د پېښېدو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملین به مجازات کړي.

د ارګ ماڼی په وینا، د هېواد جمهور رئیس د دې ترڅنګ چې هندوان او سکان هېوادوال د افغانستان ویاړ وبلل وویل، حکومت به تل دوی ته پام وکړي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال ښار کې د چاودنې په ترڅ کې د ۱۷ سکانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۱ نور ټپیان شوي.

https://avapress.com/vdcftvdyew6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته