دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 166564
د آب بند په ولسوالی کې د ۱۲ تنو طالبانو وژل کیدنه
په غزنی کې سیمه ایز چارواکې وایی چی د طالبانو ۱۲ تنه غړۍ په دی ولایت کې وژل شوی او پرڅو ولسوالی باندی ددی ډلې بریدونه له منځه وړل شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د غزنی پولیسو قومانده، نن پنجشنبه د سرطان په ۱۴ نیټه د یو خبرپاڼی په خپرولو سره اعلان کړ: د طالبانو پنځه تهاجمی بریدونه د اندر، مقدر او غزنی مرکز ځینی سیمو باندی په شا تمبول شوی دی.
ددی خبرپانی په اساس ددی نښتو په ترڅ کې په نورو ولسوالیو کې طالبانو او امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو د امنیتی ځواکونو عملیاتونو په ترڅ کې د آب بند په ولسوالی کې، ۱۲ تنه طالبان وژل شوی او ۱۳ تنه نور هم ټپیان شوی دی.
د غزنی پولیسو قوماندی په وینا، د آب بند ولسوالی په نښټو کې د سیمه ایز سرتیرو څخه یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه د طالبانو ۴ موټرسایکلان د امنیتی ځواکونو لاس ته لویدلی دی.
په همدی حال کې طالبانو سیمه ایز سرچینی د آب بند په ولسوالی کې ددی ډلی سرتیرو ته تلفات ردوی.
 
https://avapress.com/vdcd990foyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته