دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 166569
د وروستیو تحولاتو په لړ کې د فاریاب ولایت لپاره نوی والي وټاکل شو
په فاریاب ولایت کې د روانو تاوتریخوالو سره سم د یاد ولایت لپاره نوی والي ټاکل شوی دی.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د نور او استندرد پخوانی رئیس نقیب الله فایق د فاریاب ولایت نوی والي په توګه ټاکل شوی.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي فایق دا مهال په فاریاب ولایت کې دی او ټاکل شوی نن د فاریاب ولایت مقام ته ور وپیژندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ملي ګوند ځواکمن قوماندان نضام الدین قیصاري د نیولو پر سر لا هم په دغه ولایت کې تاوتریخوالي روانې دي.
په فاریاب ولایت کې چارواکي وایي د جنبش ملي ځواکمن قوماندان نظام الدین قیصاري د دوشنبې په ورځ ناوخته په میمنه ښار کې نیول شوی.
په شمال کې د افغان پوځ سرچینې وایي، قیصاري له افغان پوځ سره د شخړې په پایله کې نیول شوی دی.
د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړی طاهر رحمانی تائید کړه، چې د شخړې په پایله کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نوموړی زیاته کړه، چې وژل شوي کسان ټول د قوماندان قیصاري ساتونکي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهنی قول اردو تائید کړه چې قوماندان قیصاري د دوشنبې په ماښام د لفظي او فزیکي شخړې په پایله کې نیول شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqqaz3t1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته