دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۲
د مطلب کود : 166594
نظام الدین قیصاری او دری نور سیمه ایز قوماندانان څارنوالۍ ته معرفی شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، نظام الدین قیصاري او دری نور سیمه ییز قوماندانان تر نیول کېدو وروسته لوی څارنوالۍ ته معرفي شوی دي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان او د پاڅون کونکو په برخه کې د هېواد د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی نظام الدین قیصاري د ملي اردو لخوا تر نیول کېدو وروسته د یو لیک په واسطه لوی څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی.
د دفاع وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چناګښ۱۴»  وویل چې د قیصاري تر څنګ درې نور قوماندانان، له ارزګان نه رحیم الله، له فراه نه داوود مبارز او له بدخشان نه نادرشاه هم تر نیول کېدو وروسته لوی څارنوالۍ ته معرفي شوی دي.
لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې نظام الدین قیصاري په فاریاب کې نیولی او کابل ته يې لېږلی دی.
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دی اړه وویل چې قیصاري د خلکو د شکایتونو او له دولتي چارواکو سره د ناسم چلند له امله نیول شوی دي.
له دې سره د دفاع وزارت وايي، دوی په بدخشان ولایت کې یو بل زورواکی چې د خلکو په ځورونه او د کانونو په غیر قانوني سوداګرۍ کې يې لاس درلود هم نیولی دی.
په ارزګان کې یو بل قوماندان رحیم الله هم له نیول شویو کسانو نه دی چې د جمهور رئیس د ویاند د مرستیال شاه حسین مرتضوي په وینا دی د څو امنیتي پوستو په سقوطولو کې لاس لري.
هغه قوماندان چې په فراه کې نیول شوی داوود مبارز نومېږي چې په اړه يې د دفاع وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست وايي، ده له تروریستانو سره اړیکې لرلې.
دا په داسې حال کې ده چې د قیصاري تر نیول کېدو وروسته تېره ورځ په فاریاب کې د ده پلویانو مظاهرې وکړې چې وروسته بیا په تاوتریخوالي واوښتې.

 
https://avapress.com/vdcgy39qtak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته