دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۴
د مطلب کود : 166595
امریکا او ایران یو بل ته بیا خبردارۍ ورکړي
پر ایران باندی د امریکا د بندیزونو په غبرګون ایران هم امریکا ته خبرداری ورکړي دی.

د امریکا متحدو ایالاتو په وروستیو کې د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیز لګولو هڅې پیل کړې او ایران خبرداری ورکړی چې په مقابل کې به یې د فارس په خلیج کې د تېلو د ټانکرونو د تېرېدو مخنیوی وکړي.
د ایران ولسمشر، حسن روحاني پرون چهارشنبه د اتريش په پلازمېنه، ویانا کې دې ته اشاره وکړه چې حکومت یې کولائ شي چې د فارس پر خلیج له پرتو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو، کوېټ او عراقه د تېلو د ټانکرونو د حرکت مخنیوی وکړي.
روحاني اشاره وکړه چې دا کار ښايي د امریکا د بندیزونو د پلان په ځواب کې وي ځکه ویې ویل:
"امریکاييان وايي چې غواړي د ایران د تېلو صادرات صفر ته ورسېږي، داسې څرګندېږي چې هغوی د دې کار پر عواقبو فکر نه دی کړی."
حسن روحاني مخامخ نور جزئیات ورنه کړل او څه یې ونه ویل.
خو یوشمېر ایراني چارواکو تر دې مخکې، خبرداری ورکړی و چې له ایران سره د امریکا د دښمنۍ د هر حرکت په وړاندې په غبرګون کې به د هرمز تنګی بند کړي.
د هرمز تنګنی یا تنګه لار د عمان د خلیج او د فارس خلیج ترمنځ، د اوبو نرۍ لار ده چې تقریباً ټولې نړۍ ته د خلیج د هېوادونو دتېلو ستر ټانکرونه ورباندې تېرېږي.
د ایران د "ګاردان انقلاب اسلامي" لوړ رتبه قوماندان، برید جنرال قاسم سلېماني، په ویانا کې د روحاني د وینا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا پوځي ځواک تیار دی چې د روحاني پالیسي عملي کړي.
د ایران دولتي خبري اژانس، اېرنا، لیکلي چې جنرال سلېماني د حسن روحاني وینا پرځای او پر وخت بللې ده.
د واشنګټن له پلان سره سم، ټاکل شوې چې د نومبر د میاشتې په څلورمه نېټه، پر ایران د متحدو ایالاتو بندیزونه جاري شي.
ایران د امریکا د مالي بندیزونو له امکان سره هم مخامخ دی.
متحدو ایالاتو تېره اوونۍ پر نړيواله ټولنه غږ وکړ چې له ایرانه د تېلو صادرات بند کړي.
 
https://avapress.com/vdchw-nzm23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته