دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 166602
د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې ۴ کلۍ د طالبانو په لاس ولویدي
د بلخ ولایت یو ارشد چارواکې وایی چی ددی ولایت چمتال ولسوالی کې څلور کلۍ د پنجشنبه په شپه د طالبانو په لاس لویدلي او ددی چارواک په وینا، دا کلې تیره شپه د سختو نښتو شاهد وو.
 
 
 
 
 
افضل حدید، د بلخ ولایت شورا مشر، نن جمعه طلوع نیوز ته وویل چی طالبان د بلخ ولایت چمتال ولسوالی مرکز ته رسیدلی او ددی ولسوالی مرکز د سختو امنیتی ګواښ سره مخ دی.
هغه وویل چی طالبان هڅه کوی ددی ولسوالی مرکز خپل کنترول لاندی راوړی.
په همدی حال کې، شیرجان درانی، د بلخ پولیسو ویاند وویل چی د دولتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته د چمتال په ولسوالی کې روانه ده.
هغه د طالبانو په لاس د کلیو سقوط تائید نه کړ خو وویل چی سیمه ایز پولیسو ته تلفات اوښتی دی.
د هغه په وینا، په دی نښتو کې دوه سیمه ایز پولیس ټپیان شوی دی.
په دی منځ کې د سیمی ځینی اوسیدونکې وایی چی ځینی کورنۍ د چمتال په ولسوالی کې د امنیتی ګواښونو له امله خپل کورونه پریښی دی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcgz39qxak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته