دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 166603
فاریاب ولایت کې افغان پوځ الوتکو باندی نامسئوله وسله وال بریدونه کړي
په فاریاب ولایت کې د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د نامسوولو وسله والو د تحرکاتو په غبرګون کې ځانګړي عملیات ترسره کړي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي یو شمېر نامسوولو وسله والو د فاریاب ولایت هوایي ډګر او د شاهین قول اردو قرارګاه ته څېرمه راغونډ شوي وو.
د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نامسوولو وسله والو د تحرکاتو او د پوځ پر الوتکو د پر له پسې بریدونو په غبرګون کې د هغوي پر غونډې ځانګړي عملیات ترسره کړي.
خبرپانه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ وسله وال نیول شوي او ۹ میل وسلې، ۲ هاموي زغروال موټرونه، ۴ رنجر موټرونه، ۱ زغروال لنډ کروزر موټر، د هاوان یوه دستګاه، یوه میل زیکویک، او بېلا بیلې وسلې د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلي.
د شاهین قول اردو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو او نامسوولو وسله والو ترمنځ نښتې هم شوي چې په ترڅ کې دوه غیر مسوول وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ګوند ځواکمن قوماندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې له څو ورځې راهیسې په فاریاب ولایت کې لانجې دوام لري.

 
https://avapress.com/vdchv-nzx23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته