دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 166604
جوزجان فیض آباد ولسواۍ باندی طالبانو برید په شا ټمبول شوي
د جوزجان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو هغه حمله يې په شا تمبولې چې د فيض اباد ولسوالۍ پر کوکلداش کلي يې کړې وه.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي وويل چې شا او خوا ٤٠٠ وسله والو طالبانو پر دغه کلي حمله کړې وه.
ښاغلى خاشي وايي په جګړه کې چې د تېرې شپې له نيمايي تر نن سهاره روانه وه، ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
دغه کلى د جوزجان د مرکز شبرغان او د بلخ د مرکز مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې پروت دى.
د امنيت امر وايي په نښته کې دوه افغان پوځيان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
 
https://avapress.com/vdciuqaz5t1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته