کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې نښتې طالبانو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1397 ساعت 10:05

د کونړ ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د چپې ولسوالی په مربوطاتو کې د نښتې په ترڅ کې د داعش ۷ غړي وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې د یاد ولسوالی په وچ ناوې او نیازې ګنې په سیمو کې رامنځته شوې ده.
له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د سیلاب قول اردو ویلي وو چې په چپه درې ولسوالی کې د نښتې په ترڅ کې د داعش درې غړي وژل شوي او یوه طالب وسله وال ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کونړ ولایت کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې له څو اوونیو راهیسې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په کونړ او نورو ناامنیو ولایتونو کې د داعشیانو او طالبانو په وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدونه هم دوام لري


د مطلب کود: 166626

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166626/په-کونړ-ولایت-کې-نښتې-طالبانو-او-داعش-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com